د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دیني جامعاتو او تخصصاتو لپاره له ګمارل کېدونکو استادانو د عملي ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.

Akmal_admin
أحد, مايو 29 2022 12:13 مساء
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دیني جامعاتو او تخصصاتو لپاره له ګمارل کېدونکو استادانو د عملي ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.

۱۴۴۳/۱۰/۲۸

۱۴۰۱/۳/۸

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دیني جامعاتو او تخصصاتو لپاره له ګمارل کېدونکو استادانو د عملي ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.

دغه ازموینه چې د لوړو زده کړو وزارت د غونډو په تالار کې برابره او د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، له یو شمیر هغو استادانو څخه چې تحریري او تقریري ازموینې یې وړاندې ترسره شوې وې، عملي تدریس (ډېمو) واخېستل شوه.

د یادې ازموینې د پیل پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي د ازموینې اجنډا تشریح او معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، استادانو ته به د هیئت منصفه له لوري، د استاد د تدریس طریقې ته په کتلو، پر موضوع د حاکمیت او ورته نورو مهمو خبرو ته په پام سره، نومرې ورکول کېږي او بریالي کسان به د استادانو په توګه وګمارل شي.

همدارنګه راغلو استادانو په خپل وار سره په یوه - یوه موضوع خپله ډېمو وړاندې کړه.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني د ازموینې بهیر له نیږدې وڅاره او د دوی له ډلې ټاکل کېدونکي استادان یې خپلو راتلوونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ترې یې وغوښتل، چې محصلین باید د اوسني وخت تقاضاء سره سم په دیني او عصري زده کړو وروزي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS