مؤسسې عمومي رئیس او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره، په تدریسي روغتونونو کې د نرسانو او قابلو روزنې په برخه کې د همکارۍ کولو په موخه ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
أربعاء, أبريل 13 2022 6:52 صباحا
مؤسسې عمومي رئیس او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره، په تدریسي روغتونونو کې د نرسانو او قابلو روزنې په برخه کې د همکارۍ کولو په موخه ناسته ترسره کړه

۱۴۴۳/۱۱/۹
۱۴۰۰/۰۱/۲۴
د (MSF) مؤسسې عمومي رئیس او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره، په تدریسي روغتونونو کې د نرسانو او قابلو روزنې په برخه کې د همکارۍ کولو په موخه ناسته ترسره کړه.

دا ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د (MSF) مؤسسې عمومي رئیس فیلیپ روبیرو او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده ناسته کې په افغانستان کې د (MSF) مؤسسې فعالیتونه وستایل او د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي حقاني وویل: " په هېواد کې د تېرو څو کالونو راهیسې د مور او ماشوم مړینه زیاته ده او په دغو برخو کې د نرسانو او قابلو روزل او ټریننګ کول مهم اقدام دی."
همدارنګه سرپرست وزیر یاد پلاوي ته په کاري ماحول کې د اسانتیاوو برابرولو، شفافیت او ورته نورو مهمو مسایلو اړونډ ډاډ ورکړ او ترې یې وغوښتل، چې په ډاډه زړه د اسلامي او ملي ارښتونو په نظر کې نیولو سره خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

په دې کتنه کې د (MSF) مؤسسې عمومي رئیس فیلیپ روبیرو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د مننې ترڅنګ وویل: " موږ د تېرو څلویښتو کالونو راهیسې په افغانستان کې صحي خدمات وړاندې کوو او دا چاره به دوام ولري."
دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې په میوند تدریسي روغتون کې نرسانو او قابلو ته د داخلي او بهرنیو استادانو له طریقه د ټریننګونو ورکولو او دې برخه کې د کارکوونکو د استخدام په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ددې چارې په ترسره کولو سره به د نرسانو او قابلو ظرفیت لوړ او افغانانو ته به لا ډېر خدمات وړاندې شي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS