د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو شورا غونډه د خصوصي محصلانو چارو د رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه، په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

Akmal_admin
ثلاثاء, مارس 22 2022 11:14 صباحا
جلسه شورای معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی تحت ریاست انجنیر سید اسماعیل روحانی رئیس امور محصلان خصوصی دایر و روی موضوعات شامل آجندا بحث و در زمینه تصامیم لازم اتخاذ گردید.

سه شنبه، ۲ حمل ۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو شورا غونډه د خصوصي محصلانو چارو د رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه، په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دې غونډه کې د اجنډا له مخې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د شپې په ازموینو کې د بریالیو محصلینو ستونزه، د هغو ولایتي محصلینو د فیسونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه چې له ورځنۍ برخې څخه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د شپې برخې ته بدل شوي، خبرې وشوې او د نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدارنګه د محصلانو چارو د شورا په غونډه کې د ۱۴۰۱ هـ ل تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونو د پیل په اړه هراړخیز بحثونه وشول، چې په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد د تودو او سړو ولایتونو د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونه سر له سبا د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حمل میاشتې په درېیمه نېټه پیل شي.
د یادولو وړ ده چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د پسرلي او مني سمسترونو د ۱۴۰۱ هـ ل تکمیلي تقویم به د هېواد په تودو او سړو ولایتونو کې په رسمي او هر اړخیزه توګه ذکر شویو تحصیلي بنسټونو ته  وړاندې شي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS