د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د مالیزیا هېواد خیریه ټولنو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

۱۴۰۰ کال، د کب ۲۸ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د مالیزیا هېواد خیریه ټولنو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مالیزیایي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې مالیزیا او افغانستان ډېر ګډ ارزښتونه لري، چې تر ټولو لوی ګډ ارزښت یې اسلام دی.
نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګډو تحصیلي همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ د کرنې او اسلامي بانګدارۍ په برخو کې د مالیزیا تجروبو او همکاریو ته اړتیا لرو.
همدارنګه مالیزیایي پلاوي د یادې لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او په مختلفو برخو کې یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د خپلو پوښتنو ځوابونه واورېدل.