د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعبتار ورکونې ریاست سرپرست د خپلو لیدنو په دوام کې د هرات ولایت د غالب، آسیا، اشراق، جامي، خواجه عبدالله انصاري او الغیاث لوړو زده کړو موسسو څخه لیدنه وکړه.

Akmal_admin
ثلاثاء, يناير 18 2022 11:09 صباحا
هیچ نوع سعی و تلاش در راستای عرضه خدمات تحصیلی معیاری دریغ نخواهند کرد.

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۸مه

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعبتار ورکونې ریاست سرپرست د خپلو لیدنو په دوام کې د هرات ولایت د غالب، آسیا، اشراق، جامي، خواجه عبدالله انصاري او الغیاث لوړو زده کړو موسسو څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعبتار ورکونې ریاست سرپرست شاکرالله وحیدي، د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي استازي مولوي منت الله اخوندزاده په ملتیا له یادو تحصیلي بنسټونو او د هغوی له مسوولانو سره وکتل.

د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس د لوړو زده کړو وزارت د موخو د بیان تر څنګ، د لوړو زده کړو په برخه کې د یادو تحصیلي بنسټونو له پانګونې مننه وکړه او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت له خصوصي تحصیلي بنسټونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

هغه وویل: «خصوصي تحصیلي بنسټونه باید د زده کړیالانو لپاره د زده کړو د کیفیت ښه کولو په برخه کې ډېره هڅه وکړي، تر څو ټولنې ته یو مسلکي او متخصص قشر وړاندې کړي.»

ښاغلي وحیدي زیاته کړه، چې لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی، چې د روزنیزو سمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو له لارې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د کیفیت کچه لوړه کړي.

په مقابل کې یې د یادو خصوصي تحصیلي بنسټونو مسوولانو د لوړو زده کړو وزارت د مقام له مشرتابه مننه وکړه، د خپلو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مقام له لارښوونو او سپارښتنو او همدارنګه د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې به د معیاري تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هېڅ ‌ډول هڅې ونه سپموي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS