د لوړو زده کړو وزارت محصلانو د چارو معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت محصلانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۰مه
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو د چارو معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت محصلانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د دولتي پوهنتونونو د یو شمېر محصلانو د چانس ازموینې، په پوهنتونونو کې د سپینو ډیپلومونو پر کموالي، د خصوصي پوهنتونونو هغه محصلان چې په تېر سمستر کې له ازموینې پاتې دي او دې ته ورته یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د محصلانو چارو سرپرست معین د یادو موضوعاتو د عملي کولو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې، اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې.