د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې تر منځ هوکړه لاسلیک شوه

baqir_admin
أربعاء, أكتوبر 06 2021 10:14 صباحا
ل

د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې تر منځ د ۱۴۰۰کال، د کانکور شرایطو وړ فارغانو لپاره په فیسونو کې د تخفیف په موخه هوکړه لاسلیک شوه.

 په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني، د وزارت معینانو، یو شمېر رییسانو، د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال او ورسره پلاوي سربیره، د خصوصي پوهنتونونو  یو شمېر رییسانو  هم ګډون کړی وو.

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني وویل، چې په دغې هوکړې سره به شاوخوا ۶۳زره د شرایطو وړ طاوطلبانو لپاره په ځانګړي تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره  شي. شیخ حقاني دا هوکړه د افغانستان هغو بېوزلو زده کړیالانو لپاره، چې د فیس توان نه لري، یو غوره زیری وباله او د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې او ټولو هغو پوهنتونونو یې مننه وکړه، چې په یاد تخفیف کې یې ګډون کړی دی، دغه راز له پاتې نورو پوهنتونونو یې وغوښتل چې په یاد تخفیف کې ګډون وکړي.

وروسته د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال وویل، چې یاد تخفیف په مختلفو تحصیلي  څانګو او کچو کې له ۲۰ تر ۶۰ سلنه دی، چې د خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونونو له لوري د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکول کېږي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS