په چین کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د OIC تحصیلي بورس خبرتیا

baqir_admin

Due

-

د اسلامي همکاریو سازمان  (OIC) کې د افغانستان دایمي څانګې د چین له لوري د دغه سازمان غړو هېوادونو ته په بېلابېلو برخو کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د (۱۰) تحصیلي بورسونو خبر ورکوي

د نوم لیکنې شرایط:

ـ د لېسانس لپاره باید د نمرو سلنه له ۷۰ لوړه وي.

ـ  د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره باید د نمرو سلنه له ۶۵ لوړه وي.

د یادو بورسونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې انټرنټي پاڼه وګورئ www.campuschina.org

د یادولو ده، چې مینوال باید د غوښتنې فورم او د اړتیا وړ اسناد، د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر ۱۵مې، د gsalameh@oic-oci.org  برېښنالیک له لارې د اسلامي همکاریو سازمان جنرال سکرتریت ته واستوي.

دانلود