د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په برخه کې د چین هیواد د تحصيلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ، د چین هیواد د بیجینګ تکنالوژۍ پوهنتون په بیلابیلو تحصیلي برخو کې  د یاد پوهنتون د تحصیلي بورسونو د منلو او نوم لیکنې  څرنګوالې په اړه د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو وزارت ته   خبرورکړی دی او غوښتنه یې کړې ده، که چیرې په شرایط برابرنوماندان د نوم لیکنې غوښتونکې وی، کولای شي په انلاین بڼه  نوم لیکنه وکړئ.

د بورسونو شرایط او اړتیاوړ سندونه:

          د ليسانس دورې لپاره د نوماندو نومرو سلنه له ۷۰ ښکته څخه لوړه وي.

          د ماسټرۍ  او دوکتورا دورې لپاره د نوماند د نومرو سلنه له ۶۵ ښکته نه وي.

          د تافل،آیلس، او یا هم د انګریزې ژبې معتبر سند درلودل

          د ښوونیزسند (شهادتنامې ) او تحصیلي سند ( ډيپلوم او ټرانسکريپټ ) درلودل

          د روغتیایې معایناتو فورم بشپړول

          له جرمی مسؤولیت څخه د تائیدې سندونوبشپړول

نوماندان کولای شي د  بورس د جزئیانو د مطالعې څخه وروسته د  http://apply.isc.bit.edu.cn  پتې ته ورشي او په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ او خپل سندونه د ۱۴۰۰/۱/۱۰ نیټې څخه مخکې د لوړوزده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱ شمیري غرفې ته وسپارې .

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندي لینک ته مراجعه وکړئ.

1- فایل

۲- فایل