د کازان هوانوردۍ او تخنیکي پوهنتون د افغانستان له تخنیکي پوهنتونونو سره په ساینسي برخو کې د لا زیاتو همکاریو دوام ته لېواله دی

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د روسیې تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم ته د رسمي سفر پر مهال، د کازان هوانوردۍ او تخنیکي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یاد پوهنتون څېړنیز مرکزونه او لابراتوارونه له نیږدې وکتل او د یاد پوهنتون له مسوولینو سره یې د دوه اړخیزو علمي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د یاد پوهنتون استادانو او څېړونکو ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ علمي او تخنیکي همکارۍ زیاتې شي.
دغه راز د کازان هوانوردۍ او تخنیکي پوهنتون رییس د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ته د ښه راغلاست تر څنګ، دوه اړخیزو همکاریو ته تیاری وښود او په راتلونکي کې یې د افغانستان له تخنیکي پوهنتونونو سره په ساینسي برخو کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کازان هوانوردۍ او تخنیکي پوهنتون د روسیې فدراسیون په کچه یو ستر او مهم پوهنتون دی، چې له پخوا له کابل پولي تخنیکي پوهنتون سره په علمي او تخنیکي برخو کې همکارۍ لري.
نېټه: شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۱۹ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د غویي ۲۷ مه
۲۰۲۵ م د می ۱۷ مه