د لېسانس په کچه د کوېټ هېواد د څلورو بورسونو خبرتيا

د بورسونو شرطونه :
ـــ د غوښتونکو د درې کلنو نمرو سلنې- بايد له 95% پورته وي.
ـــ د فراغت کال يې باید ۱۳۹۸ وي.
د اړتيا وړ اسناد:
- د ښوونځي شهادتنامه چې د بهرنیو چارو وزارت له لورې تائید شوې وي.
- الیکټرونیکې پاسپورټ باید ولري.
- د تابعيت تذکره
- د جرمونو د عدم مسؤولیت فورم
- څلور قطعې عکسونه
- روغتیایې معاینات
د تېرکال د معلوماتو سره سم اړوند څانګې:
- شرعيات " دوه سیټه "
- د عربي ژبې ادبیات " يو سیټ "
- اداري علوم " يو سیټ "
پورتنیو شرایطو ته په کتو سره هغه کسان چې په یادو بورسونو کې د نوم لیکنې لېوالتیا لري کولای شي د نوم لیکنې او د نوماندۍ، تعهد نامو، تضمین خطونو، جرمي مسولیت نلرلو، د فراغت د تائیدۍ استعلام او د روغتیایې معایناتو د فورم اخېستلو لپاره دې د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او د ۱۳۹۹/۱/۵ نیټې څخه دې دمخه یاد فورمونه بشپړ کړي او دوباره دې یاد ریاست ته تسلیم کړي. په هغه صورت کې چې د متقاضیانو شمیر د بورسونو له شمېر څخه زیات وي ۴ تنه له متقاضیانو څخه د ښوونځي د درې کلنو نمرو د لوړې سلنې په اساس ښایې وټاکل شي او لومړیتوب به هغه چاته ورکول کیږي چې د ۱۳۹۸ کال د کانکور په ازموینه کې د ګډون حق ولري.
يادونه: هغه متقاضیان چې د دغو ۴ سیټه بورسونو لپاره وټاکل شي د بورسونو ورکونکي هیواد ته له لېږلو وروسته باید لاندې لارښونې په پام کې ونیسي:
۱ـ محصلان باید د پوهنتون او لیلیې اصول په پام کې ونیسي او مراعت یې کړي.
۲ـ محصلان باید د وخت پابند واوسي ځکه درسونو ته ناوخته تګ يې په صنف کې د زده کړو په جریان کې خنډ رامنځته کوي.
۳ـ له شپږو ساعتونو زياته غیرحاضرې په استثناء د ناروغۍ چې د ډاکټر او روغتون لخوا تائید شي د منفک کیدو باعث کېږي.
۴ـ محصلان نشي کولی چې پرته له قانوني رخصتۍ چې له هر سمسټر وروسته یې يوه میاشت لري د رخصتۍ لپاره غوښتنليک وړاندې کړي او يا له کوېټ هېواد څخه بهر کوم بل هیواد ته لاړ شي.