د آریانا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
آریانا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او د MD متخصص په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی؛
• اداره او ډیپلوماسي ډیپارټمنټ (۳) بسته دوکتور او ماسټر.
د معالجوي طب پوهنځی؛
• عمومي ډیپارټمنټ (۴) بسته دوکتور متخصصMD.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۱۲/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تائید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.