د هرات پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !
Closing Date
هرات پوهنتون دویم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کرهنې پوهنځی؛
• حیواني علومو ډیپارټمنټ (۱)بست. (دويم ځل لپاره)
د ټولنیز علومو پوهنځی؛
• لرغونپوهنې او سیاحت ډیپارټمنټ (۳) بسته. (دويم ځل لپاره)
د ښکلو هنرونو پوهنځی؛
• مینیاتوري ډیپارټمنټ (۱) بست.( څلورم ځل لپاره)
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۲۰/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.