د بامیان پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

Closing Date
بامیان پوهنتون دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د اقتصاد پوهنځی:
تجارت او بانکدارۍ ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۱۱/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۳۰/۱۱/۱۴۴۴هـ.ق پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.