د هرات پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د هرات پوهنتون د ( لومړی ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا اویا ماسټر په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري. کرهڼه پوهنځی: د حیواني علومو ډیپارتمنټ (۱) بست. داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۳/۱۴۴۴ الی ۱۰/۴/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.