د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د طبیعي علومو پوهنځی:
د بیولوژي ډيپارټمنټ (۲) بست - نارینه وو لپاره.
د اجتماعي علومو پوهنځی:
د ټولنې پېژندنې ډيپارټمنټ (۱) بست - نارینه وو لپاره.
د اسلامي علومو پوهنځی:
د فقه او عقیدې ډيپارټمنټ (۲) بست - نارینه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۷ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۶ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.