د ننګرهار پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
د ننګرهار پوهنتون د۱۴۴۳هـ.ق کال کې په لاندې څانګو کې د (بیا ځل) لپاره د دوکتور، ماسټر اویا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ادبیاتو پوهنځی:
د (عربي) ډېپارټمنټ (۱) بست
عامه اداره او پالېسۍ پوهنځی:
د انکشاف مدیریت ډېپارټمنټ (۱) بست.
د شرعیاتو پوهنځی:
د فقه او قانون ډېپارټمنټ (۱) بست.
په شرایطو پوره داوطلبان کولی شي د ۱۹/۱۱/۱۴۴۳ هـ.ق کال نیټې څخه د ۲۹/۱۱/۱۴۴۳ هـ.ق کال پورې ذکر شویو بستونو ته د نوم لیکنې لپاره د علمي کادر غوښتنپاڼې ډکې، اصلي ټرانسکریپټ، د لوړو زده کړو وزارت له وېبپاڼې څخه د همدې اعلان او د تابعیت پېژندپاڼې کاپي د ننګرهار پوهنتون ته وسپاري.