موضوع: د لوړو زده کړو وزارت اړوند د کابل طبي علومو پوهنتون کفټريا دويم ځل خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې دویم ځل لپاره خپل یو ملکیت د بند سر افر په بڼه د لیلام خبرتیا ته وسپارې چې ځانګړتياوې يې په لاندې ډول دي:
۱ـ د (۶۲۵) متره مربع مساحت په درلودلو سره یو باب کفټريا چې د کابل د طبي علومو پوهنتون په انګړ کې موقعیت لري.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې د پورته ذکر شوي ملکيت د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون غوښتونکي وي، کولای شي خپل خپل افرونه د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست د املاکو او اسکان امريت (۱۴) شمېره اطاق ته، چې د کابل ښار څلورمه کارته کې موقعيت لري، وسپاري او له کتنې وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون کفټريا شرطنامه د (۳۰۰۰) افغانيو په بدل کې بې له واپسۍ ترلاسه کولای شي.
د ياد پوهنتون کفټريا داوطلبۍ ( بولۍ) غونډه په پنځلسمه ورځ د سهار په لس بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست د املاکو او اسکانو امريت کې ترسره کېږي.