د ۱۳۹۸/۱۳۹۹ کال کانکور لوړو نمرو لرونکو لپاره د قزاقستان هېواد تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin
ب

د قزاقستان هېواد د سېول انجنیرۍ، جیولوجې، کرنې او اقتصاد په برخو کې د ۱۶ بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام له سپارښتنې سره سم د کانکور لوړو نمرو لرونکو، کوچیانو، د شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره ځانګړي شوي چې نومونه یې په خبرتیا کې شته. نو ټولو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د فورمونو تر لاسه کول، د اصلي شهادتنامې او پاسپورټ سره یو ځای د ۲۰۲۱ د مۍ ۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ د غویي له ۱۵مې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱عمومي غرفې ته وروړي.

د یادولو ده چې له یادې نېټې وروسته فورمونه نه منل کېږي او په څنګ کې یې نور د شرایطو وړ نوماندان منل کېږي.

د نوماندانو د نوملړ تر لاسه کولو لپاره پر لاندې لېنک کلیک وکړئ:

کاندیدانو لست

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو علماء کرامو ته چې له فتحي مخکې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د عالمیې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست کې یې نوملیکنه کړې وي . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image

Back to announcements