د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجنیري څانګې د ماسټري اتمې دورې محصلینو دفاع غوڼده تر سره شوه.

په یاده دفاع غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د ارزونې کمیسیون رئیس ښاغلي پوهاند عبدالباقي رحماني د جیولوجي او کانونو د استخراج په برخه کې د ماسټرۍ دورې د دفاع په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا په دغه پروګرام کې له استادانو او محصلینو څخه مننه او قدردانی وکړ او د استادانو او محصلینو هڅې یې و ستایلې.
ښاغلي خیرخوا د یاد پوهنتون د علمي څیړنو په اړه د لازمو مشورو تر څنګ، د یاد پوهنتون د لابراتوارونو د تجهیز او تمویل په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دې پړاو کې به ۱۹ تنه محصلین د خپلو پروژو څخه دفاع وکړي.
نېټه: یکشنبه