د کابل طبي علومو پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !

د کابل د طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" ریاست ټولو په شرایطو برابرو نوماندانو ته بلنه ورکوي، چې د 1402 مالي کال لپاره د کابل د طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" د تدریسي روغتونونو لپاره د اړتیا وړ ریجنټ او غاښونو موادو پروژې د داوطلبۍ په پرانیستې پروسه کې ګډون وکړي او د قرار داد کاپي د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پورې د کابل د طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" د تهیه او تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. یاده شرطنامه ولولي او خپل آفر په شرطنامه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په بند سر پاکټ کې وسپاري، ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی او د افر خلاصولو غونډه به په قرارداد کې ذکر شوې نېټې سره سم د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل د طبي علومو پوهنتون"ابو علي ابن سینا" د مالي او اداري معاونیت دفتر کې ترسره شي.