د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې د یو باب تالار د جوړېدو چارې پیل شوې، چې په یوه وخت کې د ۱۰۰۰ کسانو ظرفیت لري.

په پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې د علمي کنفرانسونو، علمي غونډو او د یادې مؤسسې نورو ناستو په موخه د یوه تالار د جوړېدو چارې پیل شوې، چې په نیږدې راتلونکې کې به یې کارونه بشپړ شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د لویو غونډو لپاره کوم ځانګړی ځای نه درلود، چې د یاد تالار په تکمیلېدو به یې دا ستونزه هواره شي.