د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې لومړي ځل لپاره؛ یو شمېر امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ته د ۷ نړیوالو علمي څېړنیزو او ۲۶ ملي علمي څیړنیزو ژورنالونو د خپرولو اجازه ورکړل شوه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۳:۵۵
fdsfdsdfsfds

په همدې موخه غونډه چې د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو، د هېواد د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو او علمي مرستیالانو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو پکې د هېواد پوهنتونونو د کیفیت لوړولو لپاره د علمي څېړنیزو ژورنالونو پر ارزښت خبرې وکړې.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هغو پوهنتونونو ته چې د نړیوالو او ملي علمي څیړنیزو ژورنالونو د خپرولو جواز یې ترلاسه کړی دی مبارکي وویله او ویې ویل چې دا اقدام د هېواد په پرمختګ کې یو اغېزمن ګام، د پوهنتونونو کیفیت او په یادو بنسټونو کې د علمي او څیړنیزو فعالیتونو وده ده.
نوموړي په اسلامي هېوادونو په تېره بيا افغانستان کې د علمي څېړنو ټيټې کچې ته په اشارې سره د هېواد د پوهنتونونو له مسؤلينو او استادانو وغوښتل چې د علمي مقالو د چمتو کولو او خپرولو په برخه کې له شته امکاناتو او فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دغه راز وویل، چې د هېواد اوسني نظام له اقتصادي ستونزو سره سره د هېواد تحصیلي برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د مالي او فزیکي اسانتیاوو په برابرولو کې د هېواد د استادانو ترڅنګ ولاړ دی.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس دوکتور حمید الله مزمل د یاد ریاست د یو کلنو لاسته راړونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ویل، چې دا ریاست د لوړو زده کړو وزارت یو له مهمو ریاستونو څخه دی، چې په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه استادانو لپاره د څیړنې پروژې او د بودیجې، د علمي څېړنو آمریت بستونو معاونیت ته لوړول، په تحصیلي بنسټونو کې د څیړنیزو مرکزونو د تجهیزاتو برابرولو د منظورۍ ترلاسه کول، الیکترونکي کتابتون، د نوي ډيټابیس له مخې چارې ترسره کول، د پوهنتونونو فزیکي کتابتونونو جوړولو او پیاوړتیا لپاره د پلان چمتو کول، د ملي او نړیوالو کنفرانسونو جوړولو لپاره د چمتووالی او نورو برخو فعالیتونه ترسره کړي او ورته نور پلانونه په پام کې لري.
همدارنګه په دغه ناسته کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفی، د کاردان خصوصي پوهنتون رئیس دوکتور خالد حاتم او د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د موضوع اړوند خبرې وکړې او په پای کې د اړوندو امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د ملي او نړیوالو ژورنالونو د خپرولو اجازه ورکړل شوه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS