د نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند تحصیلي بنسټونو د سولرفتو او لتاییک سیسټم پروژه، چې (۸) لاټه ده؛ (څلورم، پنځم او اتم) لاټونه

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره: (L4,L5,8) MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010/Re-Bid  

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند تحصیلي بنسټونو د سولرفتو او لتاییک سیسټم پروژه، چې (۸) لاته ده؛ (څلورم، پنځم او اتم) لاټونه او همدارنګه د داوطلبۍ شمېره یې /Re-Bid MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010 ده، ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړانډې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:  له www.npa.gov.af ،www.ageops.net وېبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست. د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴/۲/۱۴۰۰ د سهار تر ۱۰ بجو ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي

د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۱۴مه، د سې شنبې ورځ په ۱۰بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې ترسره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.

د آفر د ضمانت بیه:

۴ـ  څلورم لاټ (فراه د لوړو زده کړو موسسه)  ۲۳۰،۰۰۰ افغانۍ

۵ـ پنځم لاټ (پکتیکا د لوړو زده کړو موسسه) ۲۰۰،۰۰۰ افغانۍ

۸ـ اتم لاټ (هلمند د لوړو زده کړو موسس)  ۱۷۰،۰۰۰ افغانۍ

د درېواړو لاټونو د تضمین ټولګه:  ۶۰۰،۰۰۰ افغانۍ

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۴مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.

 د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د سرعت لوژیستیکي او معلوماتي خدمتونو شرکت سره د (۱،۳۱۸،۰۰۰) یو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۴
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې مسلم اریایي لوژیستیکي خدمتونو سوداګریز شرکت سره د بدخشان پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۴
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د حضرت زاده لوژیستیکي خدمتونو شرکت سره د سمنګان لوړو زده کړو موسسې . . .

Back to tenders