د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپل کاري دفتر کې په قطر هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئیس سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د لوړو زده کړو وزارت پر وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو رڼا واچوله او د دې وزارت د راتلونکو پراختیايي او پرمختیايي پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.
وروسته په قطر هېواد کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس ښاغلي سهیل شاهین خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو پر یادو پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او د لا پرمختګونو هیله یې وکړه.
په دې کتنه کې همدارنګه دواړو لورو د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا، د استادانو ظرفیت لوړونې او پر یو لړ نورو اړوندو موضوعګانو باندې خبرې وکړې.