د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي مرکزي ادارو د پلان او پالیسۍ رئیسانو لپاره د ستراتیژیک پلان د تدوین دوه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۵:۲
ddsfsddfdsdsf

د یاد ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ستراتیژیک پلان پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې ستراتیژیک پلان د یوې ادارې د ټاکل شوو موخو او پلانونو ته د رسېدو په برخه کې اساسي ځای لري. نوموړي زیاته چې د ستراتیژیک پلان په شتون سره په کم وخت کې ډېر کارونه او په غوره توګه ترسره کېدای شي. 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د کارپوهانو له لوري د ستراتیژیک پلان د تدوین په اړه ورکشاپ وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. 

د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ په امارتي ادارو کې د کارونو د غوره والي او چټکتیا په موخه جوړ شوی، چې سبا به هم دوام وکړي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS