د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۴:۱۵
kjdshfkjsdkjsd


په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هېواد د تحصیلي ډګر په پرمختګ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ او کابینې غړو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې مشرتابه په هېواد کې د تحصیل د کیفیت لوړولو او پرمختګ په برخه کې زموږ ټولې غوښتنې منلې دي.
نوموړي په لوړو زده کړو وزارت کې روانې تحصیلي او زیربنایي چارې ښې و ارزولې او په دې برخه کې یې د رهبري شورا غړو د هڅو ستاینه وکړه او هغوی یې لا زیات خپلو کارونو ته متوجه کړل. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا غړو ته د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت په اصلاحي بیان کې په کارونو کې د ښه نیت او اخلاص پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې. 
دغه راز د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د شویو کارونو راپور واورېدل شو. 
وروسته له اجنډا سره سم د پوهنتونونو د تشکیل معیاري کېدو کمېټې پر راپور، د پوهنتونونو او نورو ادارو تر منځ د هوکړو طرزالعمل جوړولو، د محصلینو له لوري د اسلامي امارت د ادارو لپاره د سیسټمونو جوړولو پر طرحې او د استادانو د ترفیعاتو اړوندو یو شمېر موضوعات بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS