د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له ګوهار شاد خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۶ - ۴:۹
2

1401/3/25

1443/11/15

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له ګوهار شاد خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو څخه د لیدنې پر دوام له ګوهر شاد خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره د لیدنې پر مهال یې د علم پر ارزښت او د علم په حاصلولو کې حکمت په اړه خبرې وکړې او په دغه مؤسسه کې یې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو پر عملي کولو ټينګار وکړ.

د دعوت او ارشاد رئیس همدارنګه د تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو وغوښتل، چې ټولنې ته په الهي دستوراتو او نبوي سنتو سمبال محصلین وړاندې کړي.

د ګوهر شاد خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس محمد علي اخلاصي د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له لارښوونو او سپارښتنو د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې د محصلینو د روزنې په برخه کې به د اسلامي او ملي ارزښتونو او همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو د عملي کولو په برخه کې پوره هڅه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS