د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د علماؤ شورا له رئیس او غړیو سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولو نداء محمد ندیم صاحب د کابل د علماؤ شورا رئیس شیخ الحدیث خلیفه صاحب دین محمد راتګ ته هر کلی ووایه، دواړو لوریو د ا.ا.ا په پرمختګ او بریالیتوب په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت د کړنو د هېواد د تحصیلي بنسټونو په لا معیاري کېدو، د علماؤ د اسنادو په ارزیابۍ او د یاد وزارت په اړوندو برخو کې د جیدو علماء کرامو څخه په ګټې اخیستنې خبرې وکړې.
همدارنګه په ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علماؤ مسؤلیتونو او فعالیتونو ته په اشارې سره وویل، د لوړو زده کړو وزارت، چې د دیني او عصري علومو یو ګډ اکاډمیک او علمي ادرس دی، علماؤ ته پکار ده، چې وخت پر وخت له دغه وزارت سره نېکې مشورې او نظریات شریک کړي.