د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره وکتل

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۴:۳۲
dsfsdfds

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر ترمنځ تعارفي ناسته وشوه، په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان او پاکستان پر تاریخي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو بیا نوي کېدل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي .
همدارنګه په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اکاډمیکو اړیکو ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS