د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره وکتل او د دغو ادارو د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۲۴
fdsfsdsdfsdf


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، له تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې او نورو امارتي ادارو سره د همکارۍ پر څرنګوالي یې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د امارت د ټولو ادارو موخه د افغانستان پرمختګ او ترقي ده او د لوړو زده کړو وزارت په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت د انجنيرۍ، څېړنې، تضمین کیفیت، اسلامي ثقافت، د استادانو د تحصیلي ودې، کاري ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې د لوړو زده کړو وزارت همکاري اړینه وبلله.
هغه وویل چې لوړو زده کړو وزارت د خپلو علمي کادرونو او بهتره امکاناتو په لرلو سره په يادو برخو کې له دغې ادارې سره ښه همکاري کولى شي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د هغوی د غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، چې یاد وزارت په دې او دې ته ورته نورو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه به د هوکړه لیک پر مسودې کار وکړي او په واضح ډول دې په ډاګه کړي، چې دواړه خواوې باید څه ډول همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت له ګڼو امارتي بنسټونو او ادارو سره د ګډو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي، چې د پام وړ پایلې یې لرلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS