د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو نیمه کاره پروژو کار پیل شو. 

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۲۷
JKHJKSADJASKJD


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي د هېواد جنوب لوېدیځ زون ته په خپل رسمي سفر کې د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو د نیمه کاره پروژو چارې پیل او مسؤلینو ته یې په معیاري ډول د تکمیل امر وکړ. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل چې د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ته ژمن دی او زیاته یې کړه: «د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه او د ریاست الوزاء په منظورۍ له دې وروسته په هېواد کې دننه د امارتي پوهنتونونو په ماسټري او دوکتوراء بوختو استادانو فیسونه د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.» 
همدارنګه په یاده غونډه کې د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه، چي تل یې د ستونزو د حل هڅه کړې او د هېواد د لوړو زده کړو پیاوړتیا لپاره یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده. 
د یادونې وړ ده چې د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي هدایت پر بنسټ به د ۲۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون، نیمروز او زابل لوړو زده کړو مؤسسو د نیمه بشپړو پروژو کار پیل او تکمیل شي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS