د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عامې روغتیا وزارت اړوند تخصصي روغتونونو د ۳۰۰ متخصصینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه. 

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۹:۱۰
152156000


په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د ریاست الوزاء سیاسي او اداري مرستیالانو، د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي، د کابینې غړو، متخصصینو او د متخصصینو د کورنیو غړو ګډون کړی و. 
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک له روغتیایي ستونزو سره مخ دي. نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې په روغتیایي سکتور کې له افغانستان سره مرسته وکړي. 
دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د جګړو له امله د افغانستان د نورو برخو تر څنګ روغتیایي سکتور هم زیانمن شوی. هغه زیاته کړه: «د عامې روغتیا وزارت مکلف دی چې د بې کیفیته درملو وارداتو او په هېواد کې یې د جوړولو مخه ونیسي، د متخصصینو د روزنې لپاره معیاري نصاب جوړ کړي او دغه برخه تجهیز کړي.» 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې په عصري علومو کې طب تر ټولو غوره او مهم مسلک دی. نوموړي له فارغو شویو متخصصینو څخه وغوښتل چې په خپل مسلک کې اسلامي احکام او اخلاق مراعات کړي او ورته ویې ویل: «پر تاسو د دې ملت لګښت شوی، حق درباندې لري چې خدمت یې وکړئ او د مادیاتو په نسبت ترجیح ورکړئ.» 
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د ا.ا.ا مشرانو له لوري فارغو شویو متخصصینو ته تصدیق پاڼې او ډالۍ ورکړل شوې. 
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الال ۲مه
۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۱۵مه
۲۰۲۴م، د سپټمبر ۵مه

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS