د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د ترکیې لوړو زده کړو او دیني چارو له وزیرانو سره وکتل.

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۱۰:۴

۱۴۴۳/۱۱/۱۸

۱۴۰۱/۳/۲۸

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د ترکیې لوړو زده کړو او دیني چارو له وزیرانو سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقا ني د ترکیې هېواد د بلنې پر اساس، د خپل رسمي سفر پر مهال په دغه هېواد کې له افغان محصلانو، د ترکیې لوړو زده کړو له وزیر ایرول اوزوار او د دیني چارو له وزیرپروفیسور دوکتور علی ارباش سره ناستې وکړې.

الحاج مولوي عبدالباقي حقا ني د ترکیې لوړو زده کړو وزیر په ملتیا د یاد هېواد د غازي پوهنتون د طب او انجینري پوهنځيو څخه لیدنه وکړه او د طب او انجنیري په برخو کې یې د دې پوهنځيو د مسؤلانو تجربې او نظرونه واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې د دیني او مذهبي چارو له وزیر، د مرکزي دارالافتاء او بورسونو له رئیسانو سره وکتل. دغه راز افغان محصلانو ته یې د ترکیې د بورسونو له ورکړې خوښي څرګنده کړه او په دغه برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه ترې وکړه.

همدارنګه افغان پلاوي د یاد سفر پرمهال د یونس ایمرې انسټیوټوټ له رئیس کوتالمیش یالچین د هېواد په روغتیايي برخه کې د همکارۍ په موخه کتلي دي.

د یادو لیدنو پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې او افغانستان ترمنځ د دیني او کلتو ګډو مشترکاتو په اړه خبرې وکړې، د افغانستان په تعلیمي او تحصیلي برخو کې یې د ترکیې نظري او عملي زده کړو، انلاین زده کړو، بورسونو، افغانستان ته د ترکیې استادانو رااستولو، د افغان استادانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترکیې ته د سفرونو برابرولو، له افغان نړۍوال پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.

همدارنګه یاد پلاوي په ترکیه کې د افغانستان سفارت مسؤلانو او افغان محصلینو له استازو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS