د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د کندهار، هلمند او هرات تخصصاتو ریاستونو د ۳۱ کادري بستونو د ازموینې اخیستلو په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د ابراهیم النخعي جامعې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۸:۴۳
dnfkjndjkfsd

په پیل کې د لوړو زده کړو سر پرست وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې د ادارې د شفافیت او د وړ کادرونو د جذب لپاره ازموینه اخیستل شرط دی. هغه زیاته کړه؛ هېواد کې مو اسلامي نظام راغلی؛ نو اوس باید ټول علماء د دې ټولني د اتفاق او یووالي لپاره کار وکړو، د نظام او علماوو صفونه کلک وساتو، د ولس په منځ کې نفرتونه له‌منځه یوسو، د نظام سره څنګ په څنګ ودرېږو؛ ترڅو بیا ټول افغانان نړۍ ته یو لاس، یوه خوله او یوه ژبه شو.
وروسته د کندهار د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې ریاست رئیس قاضي عبدالصادق غزنوي، د جامعې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړل او د ازموینې په تړاو ېې وویل چې د کندهار، هلمند او هرات تخصصاتو ریاستونو د افتاء او قضاء څانګې ترڅنګ د تفسیر، حدیث، اسلامي بانکدارۍ او دعوت ارشاد څانګو د ۳۱ کادري بستونو لپاره د ۸۴ تنه علماء کرامو څخه ازموینې اخیستل کېږي او کار به اهل کار ته سپارل کیږي.
په پای کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې جامعې رهبرۍ ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS