د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا ! 

nasir_admin
112202000


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ( هرات، کندز، بلخ او پکتیا ديني جامعاتو د اړتیا وړ (۳۱) قلمه فرنیچر بابو تهیه او تدارک قرارداد عبيدالله انصاري تجارتي شرکت ته، چې د (0101-15537) شمېره جواز درلودونکی دی، د کابل مرکز درېیمه ناحيه، تایمني کې موقعيت لري، په (18,333,333) اتلس ميليونه درې سوه درې دېرش زره درې سوه درې دېرش افغانيومجموعي قيمت ورکړي. 
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements