د تړون عامه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د حضرت زاده لوژیستیکي خدمتونو شرکت سره د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي او شپېځای نوري فایبر کېبل د دغې موسسې له سرور روم سره د نښلولو تړون وکړي. د یاد شرکت د جواز شمېره (46033) ده او د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې موقعیت لري چې په (۲،۰۹۹،۹۲۵) دوه میلیونه او نهه نوي زره او نهه سوه او پينځه ویشت افغانۍ کېږي.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي چې خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.