د بلخ پوهنتون رئيس د ايران سر قونسل په ملتيا له ايراني پلاوي سره وکتل.

په ياده ليدنه کې د بلخ پوهنتون رئيس ضياﺀ کريمي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر اړخیزه توګه د همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو په راتلونکي کې د يووالي او ورورګلوۍ په فضا کې چارې په بريا سره سرته ورسيږي او دوستي مو لا پياوړې شي.
نوموړي زیاته کړه چې دچارو لاچټکتيا او ظرفيت لوړولو لپاره هڅې روانې دي تر څو وکولاى شو چې ياد پوهنتون له نړيوالو پوهنتونونو سره سيال کړو.
وروسته د ایران سرقونسل د بلخ پوهنتون رئيس ته په علمي ډګر کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.