د افغان نړيوال اسلامي او البيروني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یادې هوکړې موخه د دواړو پوهنتونونو تر منځ په علمي او کلتوري چارو کې له یو او بل سره خپلې تجربې شریکول او همکاري کول دي، چې پر اساس به یې دواړه پوهنتونونه د یو بل له علمي ظرفیتونو او نوښتونو د خپلو خدمتونو په پرمختګ او غوره والي کې کار اخلي.
د یادونې وړ ده چې دغه هوکړه لیک د البيروني پوهنتون رئیس مفتي وقايت الله وقار حنفي او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور رفیع الله منیب تر منځ لاسلیک شو.