د اسلامي پراختیایې بانک په لګښت د لیسانس، ماسټري، دوکتورا او فوق دوکتورا تحصیلي بورسونو خبرتیا!
اسلامي پراختیایې بانک (IsDB) د خپلSTI/735 شمیرې 04/Feb/2020 نیټې یادښت په ترڅ کې د کرنې، ښوونې او روزنې، هستوګنیز چاپیریال، دوامدارې پراختیا، ښار جوړونې، د لګښتونو او ضایعاتو مدیریت، اسلامي بانکوالي، اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټیکنالوژي، طب او فارمسي په برخو کې د لیسانس، ماسټري، دوکتورا او فوق دوکتورا په کچه د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.
د یادو بورسونو مینوال کولی شي د اړتیا وړ معلومات، د منلو شرایط او د درخواستي فورم د اسلامی پراختیایې بانک د پورټال له سايټ www.isdb.org څخه لاسته راوړې او په آنلاین ډول په یاد سایټ کې نوم ثبتونه وکړي او ددې په څنګ کې لوړو زده کړو وزارت ته د یادو نورو فورمونو د لاسته راوړلو لپاره د ۲۰۲۰/فبروري/۲۸ نیټې چې د کب میاشتې له ۹ نیټې سره سمون خوري، څخه د مخه مراجعه وکړي.
مینوال په هغه صورت کې چې په شرایطو برابر وي د یاد پورټال ویب سایټ کې د نوم ثبتولو وروسته د بورسونو مدیریت سایټ کېwww.sms.mohe.gov.af هم نوم ثبتونه وکړي او د سندونو او یادو فورمونو کاپې د ۲۰۲۰/فبروري/۲۸ نیټې چې د کب میاشتې له ۹ نیټې سره سمون خوري څخه مخکې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش ۲۱ غرفې ته وسپاري.
د یادولو وړ ده هغه متقاضیان چې د لیسانس دورې لپاره نوم ثبتوي د نمرو سلنه یې باید د ۷۰٪ څخه کمه نه وي او د نورو تحصیلې برخو لپاره یې د نمرو سلنه له ۶۵٪ څخه کمه نه وي. ددې تر څنګ باید یادونه وشي چې د لوړو زده کړو لپاره د هېواد ټاکنه به د بورسونو ورکونکي(IsDB) بنسټ لخوا کیږي.
د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!