تدارکاتو خبرتیا !

P_ 01 شمېره فورم
د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت کابل پوهنتون ریاست د جامع جومات د سړکونو، د څيړنې مرکز سرک، محصلينو پارک د غاړو سرک، سیدجمال الدين افغان مقبرې شمال لوري سرک، عامه اداري پاليسي او ریاضياتو ودانۍ شمال لوري سرک، فوټبال میدان لوېديځ لوري سرک، عبدالله بن مسعود رض جامعې ریاست سرک او د کرنې پوهنځي سرک د کتابتون څخه تر د کرنې پوهنځي پوري سرک جوړونې پروژه په قرارداد ورکوي، په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې پورته ذکر شوې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (MOHE/KU/14/1402/W /NCB) تشخصيه شمېرې درلودونکی ده، ګډون وکړي. د شرطنامې سافټ او اړونده افر په فلش کې د کابل پوهنتون تدارکاتو امريت د تهیه او تدارکاتو عمومي مديریت څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقويمي ورځو د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د کابل پوهنتونه تهیه او تدارکاتو امريت ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه، کارته سخي، جمال مېنه د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر خلاصولو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته د سهار په لسو بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارک امريت کې چې د وسایطو پخواني پارکينګ، د پوسته خانې دهليز ښې لوري ته پنځمه شمېره اطاق کې واقع دی، دايرېږي.
د د کابل پوهنتون د ساحو سرکونو جوړولو د افر تضمين اندازه (۷۱۹۵۳۸) اوه سوه نولس زره پنځه سوه اته دېرش افغانۍ ده. د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه د منلو وړ دی، چې د افر خلاصولو په ورځو کې يې داوطلب شرکتونه خپل تضمين باید له ځان سره ولري.