«د افغانستان په ځان بسیاینه کې د پوهنتونونو ونډه» ملي کنفرانس دویمه ورځ د مقالو په وړاندې کولو سره پیل شوه

د کندز پوهنتون مسؤلینو او د دغه کنفرانس د سنبالوونکو په وینا؛ نن په دویمه ورځ به هم د رالېږل شویو څېړنیزو مقالو له جملې څخه پاتې (۱۶) یې تر غرمې وړاندې د څېړونکو او استادانو له لوري ارایه شي.
د کنفرانس د اجنډا له مخې به د ورځې تر پایه د مقالو وړاندې کولو، جمع بندۍ او د کنفرانس د پای مراسم ترسره شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د دغه دوه ورځني کنفرانس د پیل تر مراسمو وروسته هم شاوخوا ۱۴ مقالې ارایه شوې وې.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۴ مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۶ مه
۲۰۲۴ م د اکتوبر ۲۷