د ننګرهار پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
ننګرهار پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• بیولوژي ډیپارټمنټ ( ۱) بست.
• مسلکي تعلیماتو ډیپارټمنټ ( ۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۲/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۱۲/۱ /۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.