د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
کابل پوهنتون د دویم او درېيم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کمپيوټر ساینس پوهنځی :
کمپيوټر ساینس ډيپارټمنټ (۱) بست، درېيم ځل، د دوکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.
د انجنیري پوهنځی:
مهندسي ډيپارټمنټ (۳) بسته، درېيم ځل، د دوکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.
د کرهنې پوهنځی:
اقتصاد او کرهنېزې پراختیا ډيپارټمنټ (۳) بسته، درېيم ځل، د دوکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.
د ریاضاتو پوهنځی:
تطبيقي ریاضیاتو ډيپارټمنټ (۱) بست، دویم ځل، د دوکتور او ماسټر لپاره.
د ځمک پېژندنې پوهنځی:
هایدرو متیورولوژي ډيپارټمنټ (۲) بسته، دویم ځل، د دوکتور او ماسټر لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴/۶/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې څخه تر ۵/۷/۱۴۴۴هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.