د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
کابل پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی:
دری ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د فزیک پوهنځی:
فزیک او الکترونیک ډيپارټمنټ (۱) بست.
د تربیتي علومو او روان پوهنې پوهنځی:
د مشاورې ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴/۶/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۲۴/۷/۱۴۴۴هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.