د ترکستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د ترکستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه د بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی:
د اداره او دیپلوماسي ډيپارټمنټ (۱) بست.
د قضا او څارنوالي ډيپارټمنټ (۳) بسته.
د اقتصاد پوهنځی:
د ملي اقتصاد ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۱ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۵ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.