د شیخ زاید (خوست) پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان!

Closing Date
شیخ زاید (خوست) پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د اقتصاد پوهنځی:
مالي او بانکي ډیپارټمنټ (۱) بست.
د وترنري پوهنځی:
پري کلینیک ډيپارټمنټ (۱) بست.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی:
عربي ډیپارټمنټ (۱) بست.
د انجنیري پوهنځی:
سیول ډیپارټمنټ (۱) بست.
تخنیکي علومو ډیپارټمنټ (۱) بست.
برښنا ډیپارټمنټ (۲) بسته.
د طب پوهنځی:
عمومي داخله ډیپارټمنټ (۲) بسته (۱) بست اناټومي مضمون او (۱) بست د داخله مضمون.
اناټومي، هستولوژي او امبریولوژي ډیپارټمنټ (۱) بست د (هستولوژي مضمون).
مایکرو بیولوژي، پرازیټولوژي او عدلي طب ډیپارټمنټ (۱) بست د (پتالوژي مضمون).
فزیالوژي، بیوشیمي او بیو فزیک ډیپارټمنټ (۱) بست د (طبي فزیک او بیو فزیک مضمون).
داوطلبان کولای شي د ۱۴۴۴/۱/۱ څخه تر ۱۴۴۴/۱/۳۰ نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.