د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان!

Closing Date
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د کمپیوټر ساینس پوهنځی:
د کمپیوتر زده کړو ډیپارټمنټ (۴) بسته (۳) نارینه استادانو لپاره او (۱) ښځینه استادانو لپاره.
داوطلبان کولای شي د ۱۴۴۴/۱/۱ څخه تر ۱۴۴۴/۱/۳۰ نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.