د بامیان پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
بامیان پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، او ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د کرنې پوهنځی:
د پارا کلینیک ډېپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۴ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.