د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو اعلان!

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۷:۲۸
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو اعلان!

Publish Date

Closing Date

Location کابل
Form
7 + 9 = Solve this simple math problem and enter the result. E.g. for 1+3, enter 4.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی:

د دري ډېپارټمنټ (۱) بست. (د ښځینه استادانو لپاره)،

د انګلیسي ډېپارټمنټ (۴) بست. (د ښځینه استادانو لپاره یو بست او ( ۳ ) بسته د نارینه )،

د پښتو ډېپارټمنټ (۱) بست. (د ښځینه استادانو لپاره).

د طبیعي علومو پوهنځی:

د ریاضي ډېپارټمنټ (۱) بست. ( د نارینه استادانو لپاره )،

د کیمیا ډېپارټمنټ (۱) بست. (د نارینه استادانو لپاره)،

د بیولوژي ډېپارټمنټ (۱) بست. ( د نارینه استادانو لپاره).

د اجتماعي علومو پوهنځی:

د تاریخ ډېپارټمنټ (۱) بست. ( د نارینه استادانو لپاره)،

د جغرافیې ډېپارټمنټ (۱) بست. (ښځینه استادانو لپاره).

د بدني روزنې پوهنځی:

د طب ورزشي ډېپارټمنټ (۱) بست. (د نارینه استادانو لپاره).

د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځی:

د ښوونې او روزنې ډېپارټمنټ ( له ښوونځي څخه مخکې او ابتدايي زده کړې) (۲) بست. (د ښخینه استادانو لپاره ).

د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځی:

د ښوونې او روزنې عمومي ډېپارټمنټ (۲) بست. (د نارینه استادانو لپاره ).

د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځی:

د زده کړې (اموزشي) مدیریت ډېپارټمنټ (۱) بست. (د ښځینه استادانو لپاره ).

د روانشناسۍ پوهنځی:

د روانشناسۍ عمومي ډېپارټمنټ (۳) بست. (یو بست د ښځینه او دو بست د نارینه استادانو لپاره).

د روانشناسۍ پوهنځی:

مشورتي ډېپارټمنټ (۲) بست. (یو بست د ښځینه او یو بست د نارینه لپاره ).

د کمپیوتر ساینس پوهنځی:

د معلوماتي سستمونو ډېپارټمنټ (۱) بست. (د نارینه لپاره)،

د معلوماتي ټکنالوژۍ ډېپارټمنټ (۱) بست. (د نارینه لپاره).

ټول په شرایطو برابر داوطلبان کولی شي، چې خپل غوښتنلیکونه له تحصیلي اسنادو او د تابعیت له تذکرې سره یو ځای د ۱۹/۹/۱۴۴۳ نېټې څخه تر ۱۸/۱۰/۱۴۴۳ نېټې پورې د ښوونې او روزنې پوهنتون، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو امریت ته وسپاري.